امنیت

دښمن په هلمند کې دسرله دروند زيان سره مخامخ شو او جګړه تر مديريت لاندې ده .

کابل باختر د مرغومي  دويمه :
دکورنيو چارو وزير او دملي دفاع وزارت سرپرست  نن په يوه خبرې غونډه کې وويل چې په هلمند ولايت کې جګړه تر مديريت لاندې ده او امنيتي او دفاعي ځواکونه په غوڅه توګه  دهېواد اوخلکو ددښمنانو په وړاندې جنګيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي : په دې خبرې غونډه کې دملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي وويل چې تروريستانو او ډار اچوونکو دهلمند ولايت په ځينو سيمو په پراخو بريدونولاس پورې کړ.
خو خپلو موخوته ونه رسيدل،او دغه بريدونه دهېواد دوسله وال پوځ له خوا شنډ او دښمن ته دسردروند زيان  واوښت .
محمد معصوم ستانکزي څرګنده  کړه چې دهېواد دامنيتي قوتونو ترمنځ همغږي شته اودغه همغږي  ددې سبب شوه چې په هلمند ولايت کې دښمن ته دسردروند زيان واوړي .
ده په هلمند ولايت کې دهېواد پوځيانو ته دسر دزيان داوښتو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې په دې جګړه کې دامنيتي منسوبينو دسر دزيان شمير لګه  څنګه چې په ځينو رسنيو کې خپور شوى دى ، نه دى بلکې دسردزيان شمير څو برابره کم دى .
دملي دفاع وزارت سرپرست  رواني جګړه زموږ خلکو ذهنيت  ته دزيان رسولو لپاره خطرناکه وبلله او ډاډ يې ورکړ چې آوازې  ناسمې ثابتې شوې دي اوبايد دخلکو ذهنيت مغشوش نه شي .
ده وويل چې دهلمند په جګړه کې ديوشمير هېوادونو تروريست اتباع او دنشه يي توکو قاچاق وړونکي ونډه لري او دښمن  په هلمند کې د ځمکې دترلاسه کولو لپاره په خپل ټول توان سره هلې ځلې کوي او دهېواد امنيتي منسوبين به په خپلو ټولو امکاناتو سره ددغه ولايت دفاع وکړي .
ستانکزي يادونه وکړه چې له مرکز او له ګاونډيو ولايتونوڅخه کومکي ځواکونه هلمند ته رسيدلي دي اوبايد خلک دتروريستانو له خوا دهلمند دنيول کيدو له امله انديښنه ونه لري .
په دې خبري غونډه کې دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي په هلمند کې له تروريستانو سره په جګړه کې له ملي اردو اوملي امنيت سره د پوليسو دمنسوبينو بشپړې همغږۍ  ته اشاره وکړه ا وڅرګنده يې کړه چې په هلمند کې  پوځيان دکميت ، پوځي تجهيزاتو اومهماتو  له پلوه هيڅ راز تشه  نه لري او دپوليسو ځواکونه د نورو ځواکونو ترڅنګ  په ميړانې سره دهلمند ولايت دفاع کوي .
دکورنيو چارو وزير په هلمند ولايت کې دبرياليتوبونو خبرې وکړې اويادونه يې وکړه چې په هلمند کې ددښمن دجنګي وسايلو څو ډيپوګانې  دهېواد دپوځيانولاس ته ورغلي دي .او په دې جګړه کې زموږ قوتونه  هوايي ملاتړ هم له ځان سره لري  او په وروستيو ورځو کې ډار اچوونکو ته دسردروندزيان اوښتى دى .
  علومي دهېواد له مطبوعاتو، رسنيو او دپوځي چارو له کارپوهانو څخه وغوښتل چې دداسي نظريو له خپرولو څخه چې دهېواد ملي ګټې په خطرکې اچوي او هم دخلکو و په تيره بيا دهېواد د پوځيانو روحيې ته زيان رسوي ،  ډډه وکړي .
په دې خبري غونډه کې دملي دفاع وزارت سرپرست او دکورنيو چارو وزير له هغو ټولو پوځيانو څخه چې دهېواد په تيره بيا دهلمند ددفاع په سنګرونو کې دي قدرداني وکړه او دهغوى لوړ مورال يې وستايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته