نړۍ

مرکزي افريقا ته ددولسو زرو سوله ساتو ځواکونو استول

بانجي بي بي سي [ باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا غړو  دمرکزي افريقا جمهوريت ته ددغه سازمان  د دولسو زرو  سوله ساتو ځواکونوله استولو سره موافقه وکړه.
دمرکزي افريقا په بيوزلي هيواد کې دقومي او مذهبي  وژنو دپراختيا په نسبت  دانديښنو زياتوالى ددغو عسکرو  داستولو  علت بلل شوى دى.
په تيرو مياشتو کې  دمرکزي افريقا په پايتخت بانجي ښار اوددغه هېواد په نورو ښارونو کې ديو بل پرخلاف دمسلمانانو او مسيحيانو خونړي بريدونه  دنړيوالو انديښنو دزياتوالي سبب شوي دي .
دملګرو ملتو دسازمان  عمومي منشي  بان کي مون څو ورځې مخکې   په مرکزي  افريقا کې دقومي او مذهبي  وژنو درامنځته کيدو په نسبت  خبردارى  ورکړى  و اوپه دغه هېوادکې  د زندى کولو ، دسرونو دغوڅولو اود جنسي تاوتريخوالي دزياتو پيښو درپوټونو دترلاسه کولو له امله  انديښنه څرګنده کړې  وه .
د ٢٠١٣ ميلادي کال د مارچ دمياشتې  دنښتو دپيل له وخت څخه تراوسه پورې  دمسلمانانو او مسيحيانو دمليشو دبريدونو له امله  دمرکزي   افريقا  په زرګونو تنه  اتباع وژل شوي دي   او  ددغه هيواد دوګړو  له څلورو برخو  څخه يوه برخه يې  چې څه ناڅه يومليونو درې سوه زره تنه کيږي  دقحطى او لوږې له خطر سره مخامخ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته