کابل باختر د ثور شپږمه :
دداعش دډلې يوولس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغوهوايي عملياتو کې چې نن سهار دافغانستان دهوايي پوځ له خوا ترسره شول په اچين ولسوالۍ کې دداعش دډلې په يوه پټنځي بريد شوى دى .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې دداعش يوولس تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل :داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې دافغانستان دهوايي پوځ له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ