خبرونهروغتیا

په تخار کې د روغتیايي ټولنې غړي د ښو خدمتونو له امله وستایل شول

 کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

تخار د مرکز تالقانو ښار کې د باختر پرمختیايي شبکې له خوا د عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو د درناوي په موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د روغتیايي ټولنې غړي د ښو خدمتونو له امله وستایل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې دBDN) ) د باختر پرمختیايي شبکې د دفتر مشر ډاکټر مظفرالدین حیدري وویل، چې اوس مهال د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې ۱۰۲۸ روغتیايي کارکوونکي شتون لري، چې ۵۱۲ یې ښځې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ۵۰ روغتیايي مرکزونو او ۵۱۴ روغتیايي پوستو کې خلکو ته د روغتیايي مشورو په ورکولو بوخت دي.

ډاکټر حيدري وويل، چې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو اساسي وظيفه دا ده چې خلکو ته لومړني روغتيايي پيغامونه ورسوي، تر څو د نري رنځ ناروغي وپېژني او روغتيايي مرکزونو ته يې راجع کړي، د روغتيايي پيغامونو له لارې د ټولنې ناسمې روغتيايي کړنې بدلې کړي، له زېږون مخکې او له زېږون وروسته ښځو ته مشورې ورکړي.

اخوا د تخار د عامې روغتيا مرستيال مخدوم عتيق الله قانت د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو د کار ستاينه وکړه او ویې ويل، چې د عامې روغتيا وزارت يو له اساسي موخو څخه د ميندو او ماشومانو د مړينې مخنيوى دى، چې دا موخه د روغتیايي کارکوونکو له جدي همکارۍ پرته نه شي ترلاسه کېدای.

د غونډې په پاى کې د ټولنې روغتيايي کارکوونکو د باختر پرمختيايي شبکې له خوا په ستاينليکونو او نغدي پيسو وستایل شول.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا