امنیت

دطالبانو درې جګپوړي غړي ووژل شول اودرې ځانمرګي واسکټونه ضبط شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٨ :

دفارياب ولايت امنيتي مسوولينو دبادغيس ولايت ته دطالبانو دوالي تش په نامه مرستيال په ګډون دطالبانو ددريو جګپوړو  غړو دوژلو او دځانمرګو بريد ددريو واسکټونو دترلاسه  کولو خبرورکړ.

دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق  آقساي  باختراژانس ته وويل  چې دطالبانو دغه درې تنه جګپوړي  غړي پرون دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دخواجه کينتي په سيمه کې له دولتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه درې تنه دبادغيس ولايت  ته دطالبانو تش په نامه مرستيال قاري نورالدين ، دمالي کميسيون مسوول ملانعيم اودطالبانو پوځي قوماندان شامل و.

آقساي زياته کړه دوسله والو طالبانو يوه ډله  چې پاکستاني اوچيچني اتباع هم پکي و دوه ورځي مخکې  له بادغيس ولايت څخه دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ ته رسيدلي و او په خواجه کينتي په سيمه کې په امنيتي پوستو خپل بريدونه پيل کړل  خو د دوي بريدونه په شاوتمبول شول.

 دفارياب ولايت دامنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې دپوليسو اودملي اردو ځواکونو دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دخواجه کينتي په سيمه کې دخوک دره سيمه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده  اودپرمختګ په حال کې دي .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دې نښته کې يوازي يو پوليس شهيد شوى دى اودوه تنه ټپيان شوي دي .

له بله پلوه درې ځانمرګي واسکټونه په فارياب کې دملي امنيت دموظفينو له خوا کشف او ترلاسه شوي دي.

دملي امنيت يوخبرځاى باخترا ژانس ته وويل  چې دغه واسکټونه دميمني په ښارکې له يو پټنځاي څخه ترلاسه شوي دي.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې   وسله والو مخالفينو غوښتل له دغو واسکټونو څخه په استفادي سره په ميمني ښارکې ځانمرګي  بريدونوته سازمان ورکړي .

دغه واسکټونه په داسي حال کې ترلاسه کيږي چې دروان کال دوري دمياشتې په ١٦ نيټه دميمني ښار په پارک  کې دملي امنيت رياست ته مخامخ دځانمرګي  بريدله امله  دنهو تنو ملکي وګړو په گډون شپاړلس تنه ووژل شول  او ٢٧ تنه چې زياتره  يې ملکي  وګړي و ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته