امنیت

د ملي اردو اتلان – د هېواد او ولس ویاړونه

کابل باختردزمري دمياشتې١٥نيټه :
د افغانستان دملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د حماسه زیږونکو کارنامو او دپرله پسې او تل پاتي ویاړونو په لړۍ کې یو ځل بیا د ملي اردو يو سر تیری د تاریخ پاڼې په خپلې اتلولۍ او سرښېندنې سره رنګينې کړې .
د ملي اردو اتل شهید محمد عمر د ۱۳۹۷ لمریز کال د زمري د میاشتې په  ۱۴ نیټي د جلال آباد ښار د بهسودو په سېمې کې د خپل ځان او ژوند په بایللو او سر ښندنې سره د خپلو لسګونو ملګرو او هیواد والو ژوند وژغوره او د ویر او غم د بلاوو لمن یې را لنډه ګړه .
اتل شهید محمد عمر د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا سرتیری و چې د خپلې سپېڅلې دندی پر مهال يې د  انسانیت دښمن او یو پليت ترهګر ولید چې غوښتل یې د ده په ملګرو او نورو ښاریانو ځانمرګی برید تر سره کړي. په تلوار او زړورتیا  سره يې هغه ته غیږه ورکړه او ګڼې ګوڼې ته د ننوتو په مخنیوی سره یې هغه له تګه راو ګرزو، ترهګر د مرګ بټن کښېکاږه او محمد عمر خان په میړانی او زړورتوب د خپل ژوند او سر په بدل، اجازه ورنکړه چی ملګري او هیوادوال یې د مرګ په ټغر کښیني.
محمد عمر د ابدي ژوند د ښېرازي او تاریخي ویاړ وګاټه او د حماسه زیږونکو  اتلانو په لړکې یې نوم ولیکل شو.
د افغانستان ویاړلی ولس او افغان ملي پوځ د محمد عمر په اتلیولیو ویاړي او د هغه په پله تلل خپل مکلفیت ګڼي.
د اتل شهید محمد عمرخان ارواح دې ښاده وي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته