ښوونه او روزنه

د هلمند پوهنتون د انګړ د ديوال د جوړولو کار پيل شو

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د هلمند پوهنتون د انګړ د ديوال د جوړولو کار د هندوستان هېواد له خوا ترسره کيږي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغې غونډه کې چې د هلمند د والي او د همکارو موسسو د مسوولينو په ګډون د پروژو د تطبيق په موخه د هلمند ولايت په مقرکې جوړه شوه؛ د همکارو او مرستندويو موسسو استازو، د دولتي ادارو رييسانو او د پروژو د عملي کولو د برخو مسوولينو د مهمو مسئلو په باب خبرې وکړې او وپتيل شوه چې د هندوستان دولت دې له هلمند پوهنتون سره د مرستې په لاره کې له خپلو ژمنو سره سم ددغه پوهنتون د انګړ د ديوال د جوړولو کار پيل کړي .
دغه راز په دې غونډه کې د شاتو د مچيو د روزنې د پروژو په باب هم د کرنې د ادارې د مسوولينو په ګډون خبرې وشوې او تصويب شوه چې د هلمند پوهنتون د انګړ د ديوال د جوړولو کار دې د هندوستان په مالي مرسته پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته