
کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر
په شمال ختیځ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو مسوولینو په تخار کې د وسلو او مهماتو د دوو زېرمو د کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
د یادې قول اوردو مطبوعاتي دفتر مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه قول اردو اړوند د حضرت عبیده ابن جراح (رح) دوهمې لوا ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت په فرخار او اشکمش ولسوالیو کې د وسلو دوې زېرمې کشف او ضبط کړې دي.
د مسوولینو په وینا، په دغه زېرمو کې دوه کلاشینکوفونه، یو میل چره یي، لسګونه د راکېټ ګولۍ، زیات شمېر لاسي بمونه، ۱۵ د کلاشینکوف شاجورونه او دوې بکسې کلاشینکوف ګولۍ ترلاسه شوې دي.
لمر