کابل باختر دزمري يوولسمه :
په تورخم کې ددروازې دجوړولو په اړوند دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت په تورخم کې ددروازې جوړول خواشينوونکي او په دې برخه کې دواکمن عرف پرخلاف او دښه ګاوڼديتوب له اصولو سره په مغايرت کې بولي او په کلکه يې غندي . دافغانستان دولت دپاکستان دغه اقدام چې له پخوانيو موافقه ليکونوسره سره ترسره شوې دى ، ددواړو لورو دژمنو پرخلاف او يونامناسب اقدام بولي .
دافغانستان دولت دپاکستان دلورې ددغو سرغړونو ددوام دمخنيوي لپاره بيلابيل انتخابونه په جدي توګه څيړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ