امنیت

په جوزجان کې په لسګونه ماينونه شنډ کړاى شول

کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
په جوزجان کې په تېره يوه مياشت کې د دښمن له خوا څه د پاسه ٥٠ ښخ کړاى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړى شوي دي .
د جوزجان د پوليسو وياند عبدالمعروف اذر باختراژانس ته وويل: افغان ٥٨ ماينونه چې طالبانو د بلخ –جوزجان په لويه لاره کې په امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو د بريد لپاره ښخ کړي و، د عملياتو په بهيرکې کشف اوشنډ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنيتي اودفاعي ځواکونه اوملکيان د تېرو کلونوپه پرتله د دولت د وسله والومخالفينو د ماينونود چاودنې قرباني کېږي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته