ټولنه

دغور اوسيدونکو دځمکې دغاصبانو پرخلاف په مظاهرو لاس پورې کړ

کابل باختر د تلې  نهه ويشتمه :
دغور ولايت دمرکز فيروز کوه اوسيدونکو پرون د زبرځواکو له خوا دځمکې دغصب  پرخلاف په مظاهرو لاس پورې کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغو مظاهره کوونکو په غور ولايت کې دامنيت دتامينولو او له غاصبانو څخه دځمکې دبيرته ګرځولو غوښتنه وکړه او له دولت  څخه يې وغوښتل چې وسله وال طالبان دفيروز کوه له شمال څخه وشړي .  دغور والي غلام ناصر  خاضع  وويل دهغو دوو عملياتو په  بهير کې چې په تيرو اوونيو کې مو لرل، وکولاى شول  هغه سيمې چې دطالبانو تر ادارې لاندې وې بيرته ترلاسه کړو خو دامکاناتو دنشتوالي  او دځواکونودکمښت  له امله طالبانو وکړي شول دغه سيمې  بيا ونيسي .
ده له حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو دځپلوپه خاطر  دغه ولايت ته زيات  شمير پوځيان واستوي .
دفيروز کوه ښاروال محمد عارف همدرد وويل چې په دغه ښار کې يو زرو دوه سوه دوه ويشت نمرې ځمکې دغاصبانو له خوا غصبې شوې دي چې پنځه اتياجريبه ځمکه کيږي او هلې ځلې دوام لري چې دغه ځمکې  له هغوي څخه مستردې شي .
  ختم (_  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته