٢١-کابل باختر د وري دولسمه
دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو يوه زيرمه په ميدان وردګو ولايت کې ترلاسه شوه .
دغه زيرمه تيره شپه دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان او ناتو دځواکونو په عملياتو کې ترلاسه شوې ده .
دميدان وردګو ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرياڼې په ليږلو سره ويلى دى چې په دې زيرمه کې ماينونه ، چاوديونکي توکي هغه توکي چې دبمونو او ماينونو په جوړولو کې کارول کيږي او يوه اندازه درنده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز دميدان ودرګو له ولايت څخه په يوبل خبر کې ويل شوى دى چې دجغتو ولسوالۍ دسربند په سيمه ، تيره شپه دافغان او ناتو دځواکونو په عملياتو کې د ملا عبيد الله په نامه يو وسله وال طالب وژل شوى دى .
ويل کيږي چې ملا عبيد الله په دې سيمه کې د ځينو تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود .
0 1 دقیقه لوستل