امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٣
شپږ تنه وسله وال طالبان چې د مرستې رسولو د موسسې په يو کاروان د بريد نيت درلود؛ د ملي پوليسو له خوا نن سهار په فراه ولايت کې ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال مايل باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې تروريستانو د ډبليو – اف – پي په مرستې رسولو موسسې يا د نړۍ د خوړو د سازمان په کاروان چې له جوين څخه د د فراه ښار ته روان و؛ د جوين ولسوالۍ د الياس آباد په کلي کې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو د چټک او په وقت اقدام له امله د نښتې سبب شو چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په دې پيښه کې د پوليسو ځواکونو او د مرستې رسولو د موسسې کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته