کابل باختر دوږي څوارلسمه :
د ترانسپورتي خدمتونو د اسانه کولو په خاطر د هېواد په مرکز او ولايتونوکې ترانسپورتي ترمينلونه او تمځايونه جوړيږي .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په همدې مقصد پرون د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت داسان خدمت د ادارې په همکارۍ د ترانسپورتي خدمتونو د اسانه کولو غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي له دغه وزارت سره د مخابراتو وزارت د اسان خدمت د ادارې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ويې ويل: هغه سيستم چې جوړيږي بايد انعطاف منوونکی وي او د ديتابيس توحيد او له ترافيکو، ګمرکونو، فوايد عامې، ښاروالۍ او سرحدي پوليسو سره د ترانسپورتي شرکتونو د وسايطو د جزئياتو شريکول حتمي دى .
ده وويل چې په راتلونکي کې د هېواد په مرکز او ولايتونو او بندرونوکې ترانسپورتي ترمينلونه او تمځايونه جوړيږي چې د ادارو ترمنځ لازمې اسانتياوې او همغږۍ رامنځته شي .
په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير شهزادګل آريوبي د افغانستان په دولتي اداروکې د نويو او شفافو سيستمونو جوړول مهم وبلل او د ترانسپورت په وزارت کې يې د دغو پروګرامونو دعملي کولو په برخه کې د هر راز تخنيکي همکاريو ژمنه وکړه .
ختم_ ج _ اکرم