سیاست

جمهور رئیس غني پر احمد سعیدي شوی برید په سختو ټکو وغانده

کابلباختر د ليندى د مياشتې٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پر احمد سعیدي شوی برید، چې له امله یې نوموړی ټپي شوی دی، په سختو ټکو وغانده او دا یو ناځوانمردانه او نه منونکی عمل بولي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند ددفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني د دغه عمل د غندلو په ترڅ کې وویل، تاوتریخوالی هرې موخې ته د رسېدو په خاطر نامنونکی او نه بښونکی عمل دی.
جمهور رئیس ټولو امنیتي ارګانونو ته دستور ورکړی، چې  پر مدني فعال، لیکوال او سیاسي شنونکي احمد سعیدي  د برید ترسره کوونکي ونیسي او د قانون پنجو ته یې وسپاري.
جمهور رئیس غني د عامې روغتیا مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د احمدسعیدي په درملنه کې دې خپل شته امکانات نه درېغوي او همدارنګه  د خدای تعالی په دربار کې نوموړي ته د سالمې روغتیا دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته