(PS)خبرونه(PS)فرهنګ

په تخار کې شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې


کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خيرالله خیرخواه، نشراتو مرستیال مهاجر فراهي او د لوی درستیز قاري فصيح الدین فطرت له لوري د شریعت غږ راډیو پرانیستل شوه او خپرونې یې پیل کړې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه وویل، چې د اسلامي امارت مسووليت ولس ته د دين او شريعت د احکامو رسول او د ښو خدمتونو وړاندې کول دي.
همدا رنګه خیرخواه پر ولس غږ وکړ، چې خپل وحدت او يووالی وساتي او د دښمنانو په پوچو او زهرجنو تبليغاتو، هېڅ وخت ونه غولېږي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي غونډې ته په وینا کې وويل، چې له څه د پاسه ۴۰ کلونو جګړو او ناخوالو وروسته، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې سرتاسري امنيت راغلی او د افغانانو ترمنځ ملي يووالی او وحدت د هرې ورځې په تېرېدو سره پياوړی کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا