کابل باختر د ثور پنځلسمه
په هرات ولايت کې د فوټسال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو لوبو کې د جامي ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د انصاري ټيم ته ماتې ورکړه او د ميلاد او عرفان ټيمونو لوبه په شپږو ګولونو سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ