ټولنه

تبصره

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
په کابل ښارکې وروستيو اورښتونو په واټونو کې د اوبو ډنډونو ، د سړکونو بنديدو او دترافيکو دبهير ګډوډيدو که چيرې ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې په ښاروالۍ او په ساختماني بنسټونو کې يې دپروګرام اود مديريت نشتوالى هم په ډاګه کړ.
دباختر آژانس مبصر ليکي:
سره له دې چې په هيواد کې وروستي اورښتونه دهوا دښه والي ،سمسورتيا او دکرکيلې لپاره نيک فعال بلل شوى دى .خو کابل ښاريانو ته له ستونزو څخه خلاص نه و.
وروستي اورښتونه چې په واټونو کې داوبو د ډنډيدو دسړکونو دتړل کيدو او دترافيکو دبهير د ګډوډيدو سبب شوي دي آن دپايتخت د يو شمير اوسيدونکو د ژوندانه عادي بهير يې ګډوډ کړ. ديوه هيواد دپايتخت زورونکى حالت يې بيان کړ او ويې ښودله چې ښار معياري نه دى او ويالې ،جرونه او د اوبو دوتلو لارې نه لري چې بايد اضافي اوبو ورڅخه ووځي او داستوګنې له سيمو څخه بهير خپل ځاى پيدا کړي.
په پايتخت کې اوسني دردونکي حالت داسې ګډوډي پيدا کړې ده چې سخته ده دغه ښار ديو پايتخت په توګه تعريف کړو او په ښارکې داستوګنې دفرهنګي په باب خبرې وکړو .
ستونزه په دې کې ده چې زموږ ښار دمديريت له بحران سره مخامخ دى او دپروګرام او مديريت نشتوالى داسې ځاى ته رسيدلى دى چې دخلکو کورونه او واټونه تر اوبو لاندې کيږي ،د ژوندانه عادي چلند ګډوډيږي خو مسوولين ساحې ته وردانګي او لنډ مهالې لارښونه کوي او د واورې او باران داورښت دفصل په پاى ته رسيدو سره بيا هم خپلې دندې او مکلفيتونه هيروي او تر بيا اورښت پورې نه ويښيږي.
دکابل په واټونو کې اوسني دردونکي حالت ثابته کړه چې هيچا په سمه توګه کار نه دى کړى که چيرې په ښارکې ودانۍ ،واټونه او سړکونه يو څه معياري واى،دغه حالت نه رامنځته کيده .
دپايتخت په واټونو او سړکونو کې اوسنۍ حالت په وار وار دمسوولينو دمديريت او پروګرام نشتوالى په ډاګه کوي . که چيرې دوى دښار دودانيو او واټونو په جوړولو کې زيات دقت کړى وايي د اوبو په مجراګانو باندې لوړ پوړيزې ودانۍ نه جوړيداى او پخوانۍ ويالې چې په کابل کې يې اضافي او به اداره کولې له منځه نه تلې له بلې خوا هغه ټول واټونه او سړکونه چې په وروستيو کلونو کې د هيواد په پايتخت او نورو ښارونو کې جوړ شوي دي ،په ټيټ کيفيت کې واوښې چې دغه پروژه دپراخ فساد په شتون کې بې کيفيته پاتې ده آن داقتصاد مسوولينو دغه شان واټونه او سړکونه يوځل مصرف بللي دي .
مسوولين بايد هير نه کړي چې ديوه هيواد پايتخت ديوه هيواد د معنوي شتمنيو څرګندوى دي چې له بده مرغه دغه هويت او نوم داوسني حالت په شتون کې له موږ څخه اخستل شوي دي .
کابل ښاريان په دې باور دي که چيرې له هيواد سره يو څه مينه او په ښارکې داستوګنې له فرهنګ سره علاقمندي موجوده وي دغه شان ستونزې به په راتلوونکو کلونو کې تکرار نه شي.
دغه راز دحکومت مشرانو ته هم لازمه ده چې په دولتي ادارو کې دسرپرست په نامه نوې پيدا شوې پديده پاى ته ورسوي او د ښارواليو په شان د ټولنيزو بنسټونو په سرکې د زړه سواندو ژمنو او متقي کسانو په ګومارلو سره په ښه توګه خلکوته د ټولنيزو خدمتونو دوړاندې کولو زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته