کابل باختردزمري دمياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسرپرست دټاکنې په باب د جمهور رييس فرمان :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ته واک ورکول کيږي چې د ايران داسلامي جمهوريت له سفر څخه دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د چارو سرپرستي وکړي.
په فرمان کې دلوى خداى (ج ) له در بار څخه دچارو په ترسره کولو کې د ده د زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ