سیاست

د مبارکۍ پیغام

کابل/ د کب٢٨مه/ باختر
د جمهورريیس غني د بیا انتخابېدو په مناسبت د نړیوال بانک ګروپ د ريیس د مبارکۍ پیغام
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني ته د جمهورريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د نړیوال بانک ګروپ د ريیس ډیویډ مالپاس د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.
پیغام لیکي: د نړیوال بانک ګروپ په استازیتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس په توګه ستاسې د بیا انتخابېدو په خاطر د مبارکۍ او نېکو هیلو مراتب څرګندوم. هیله لرم چې ستاسو بیاانتخابېدل به په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د سولې او هوساینې د هڅو د غښتلي کېدو لامل شي.
په دغه لیک کې راغلي دي چې د نړیوال بانک ګروپ له افغانستان سره په مالي او تخنیکي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، چې افغانستان د اقتصادي ودې او د بېوزلۍ کمولو په برخو کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي.
په یاد پیغام کې لیکل شوي دي: د افغانستان د بیارغاونې صندوق چې د نړیوال بانک له لوري اداره او ګڼ ملاتړ کوونکي یې تمویلوي، تمه لري له تاسو سره په ګډه د ژمنو تازه کولو راتلونکی کنفرانس چې د روان میلادي کال په پای یا د ۲۰۲۱ کال په پیل کې به جوړ شي، کار وکړي.#
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته