-کابل باختر د تلې لومړي:
دلغمان ولايت په مربوطاتو کې دکوماندو دلومړي کنډک دمنسوبينو دځانګړو عملياتو په دوام پرون ددولت نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دکوماندو دلومړي کنډک منسوبينو دکره کشفي راپورونو له مخې دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ د چنچار پله په ساحه کې ځانګړي محاربوي او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې ددولت نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دهغوى يوه پيکا دکوماندو د منسوبينو لاس ته ورغلل .
ددغو عملياتو په بهير کې ملکي وګړو او دکوماندو منسوبينو ته زيان نه دى اوښتى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ