ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت خبرتيا!

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
د پوهنې وزارت خبرتيا!
د ښوونکو د روزنې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو د موسسو هغو فارغانو ته چې د ښوونکي په مقدسې دندې د شموليت غوښتنه يې کړې وه او ټاکل شوې وه رقابتي آزموينه يې د روان کال دکب دمياشتې په دويمه نيټه دجمعې په ورځ واخستل  شي؛ خبر ورکول کيږي چې په ځينو ولايتونوکې د هوا د سړښت او د لاروکنګل ، د آزموينې په مخصوصو فورمو دګډون کوونکو دپراخ نه لاسبرى او مرکزاو ولايتونو ته دګډون کوونکو د پوره نه رسيدو له امله وپتيل شوه چې دغه آزموينه دې د روان کال د کب د مياشتې په نهمه نيټه د مرکز او ولايتونودپوهنې په رياستونوکې واخستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته