امنیت

په نادعلي کې ۴۰ وسله وال ووژل شول

لښکر ګاه باختر د مرغومې ۵ مه
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې څلوېښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
چارواکي وايي ګډوافغان ځواکونو د هلمند ولایت په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پتنځايونه په نښه کړي دي چې په ترڅ کې يې ۴۰ تنه وسله وال وژل شوي او اتلس بېلابېل ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان دځپلو په موخه چاڼيز عملیات پيل شوي دي.
هغه زیاتوي چې په پيل شويو عملياتو کې زیات شمېر سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي او عملیات لا هم دوام لري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته