
کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د تخار د امنیې قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د جنایي جرمونو په تور د ۱۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مبین صافي باختر آژانس ته وویل، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د تالقانو ښار په لومړۍ، دوهمه او پنځمه امنیتي حوزه کې ۱۲ تنه د غلا، قتل، زنا او جوارګرۍ په تور نیولي دي.
صافي زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې ترڅېړنو لاندې دي، چې وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر