خبرونهټولنه

په تخار کې ۱۵۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوه

 کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر

د تخار د رستاق ولسوالۍ په هزار سموچ کلي کې د سویډڼ کمېټې له لوري د ۹ میلیونه ۷۰۰زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د شمال ختیځ زون د سویډن کمیټې رئیس فیض الله هویدا د اوبو رسولو د دغې شبکې د پرانیستلو پر مهال وویل، چې په دې پروژه کې د سویډن کمېټې له لوري د ۹ میلیونه ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت په بېلابېلو سیمو کې د پسرلي د اوبو زېرمه کولو لپاره د ۶۰ او ۲۰۰ متر مکعب په اندازه د دوو زېرمو جوړول، د ۸۰ نلونو او ۳۵ کیلومتره پایپ لاینونو نصبول شامل دي.

د نوموړي په خبره، د دغه شبکې په رغولو سره ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا