کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر
د بادغيس ولايتي شورا وايي چې تېره شپه په دغه ولايت کې نږدې د امنيتي ځواکونو نږدې ١٠٠ غړي له طالبانو سره يوځاى شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخيزي باختر آژانس ته وويل چې نږدې ١٠٠ امنيتي ځواکونه له خپلو سپکو او درندو وسلو سره د دغه ولايت د آبکمري ولسوالۍ په ګنده آب سيمه کې له طالبانو سره يوځاى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنيتي ځواکونه پرون د قادس ولسوالۍ له بزباى سيمې او د جوند ولسوالۍ له مرکز څخه وتلي دي.
د بادغيس امنيتي مسوولينو له طالبانو سره د دغو پوځيانو د پيوستون په اړه څه نه دي ويلي.
وسله وال طالبان تاييدوي چې څه ناڅه ١٠٠ پوځيان له خپلو وسلو او وسايطو سره د بادغيس په آبکمري ولسوالۍ کې له هغوى سره يوځاى شوي دي.
ختم- شکريه –اکرم