خبرونهامنیت

په تخار کې ۳ تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د تخار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه  ولایت د مرکز تالقانو ښار په شپږمه حوزه کې یې ۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مبین صافي باختر آژانس ته وویل، چې د شپږمې امنیتي حوزې امنیتي مسوولینو ۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.

صافي زیاته کړه، چې له دې ډلې ۲ کسانو د خلکو له کورونو غلا کوله او بل کس څو ورځې وړاندې یو موټر غلا کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له پرله پسې هڅو وروسته ونیول شول.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوي کسان ترڅېړنې لاندې دي، چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا