خبرونهامنیت

په تخار کې ۵۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي

 کابل، د لړم ۱۰ مه، باختر

د تخار امنیتي مسوولین وايي، چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۵ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د تخار د پولیسو ویاند مبین صافي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه وژنې، غلاوې ، انسان تښتونې، د نشه يي توکو د قاچاقو او پلور، د اخلاقي فساد او د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوي دي.

د تخار اوسېدونکو په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو له دغه اقدام څخه خوښ دي او له خلکو غواړي، چې د امنیت په تامینولو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا