خبرونهامنیت

په تخار کې ۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول شول

 کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د تخار د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز تالقانو ښار کې یې ۵ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عبدالبصير حاجي زاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په تالقانو ښار کې ۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۲۶ کيلوګرامه چرس او ۲ کيلو ګرامه شیشه ترلاسه شوې ده.

د هغه په وينا، نيول شويو کسانو غوښتل دغه نشه يي توکي د دغه ولايت د کوکچې ولسوالۍ له لارې تاجکستان ته انتقال کړي.

د مولوي حاجي زاده په خبره، تېرې مياشتې په اوږدو کې يې د دې ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ١٢ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا