امنیت

وسله والوطالبانوپه بغلان کې دوه تنه په ډزو سره ووژل .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
وسله والو  طالبانو پرون په بغلان ولايت کې يوه ځوانه نجلۍ  او يوځوان هلک په ډزو سره ووژل .
  دغه نجلۍ او هلک چې دواده کولو په نيت  له کور څخه تښتيدلې وو داندراب  دبنو ولسوالۍ په ساى يوچ کلي کې په ډزو سره ووژل شول .
داندراب دبنو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل پښتون  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ځوانان چې دخنجانو دباجګ  درې دغوللرس دکلي اوسيدونکي  وو دواده کولو په نيت  له کور څخه تښتيدلي وو چې دطالبانو له خوا په دغې سيمه کې په ډزو سره ووژل شول .
داندراب دبنو ولسوالۍ امنيه قوماندان ، قاتل دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دبنو ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال عبدالرزاق  وباله او ويې ويل چې دى له ساحې څخه په تيښتې بريالى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته