(PS)خبرونه(PS)امنیت

په تخار کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر

د تخار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او فرخار ولسوالۍ کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغو کسانو له ډلې یې دوه تنه په مرکز کې د قتل په تور او ۵ تنه نور په فرخار ولسوالۍ کې د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي.

صافي زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا