ټولنه

شل ټولګټې پروژې دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٦ :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام  دشلو ټولګټو پروژو  کار پرون  په جوزجان ولايت کې  بشپړ   اودخلکو داستفادې  وړ وګرځيدې.
دکليودبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  داطلاعاتو او عامه اړيکورياست باخترآژانس ته خبر ورکړ .  ددغو پروژو کار داووه ديرشو مليونو  اته سوه اتيا زرو  افغانيو په لګښت د جوزجان ولايت ددرزآب  ، مرديانو او آقچې په ولسواليو  کې بشپړ شوي دي او دخلکو داستفادې وړ  ګرځيدلي دي.
په دغو پروژو کې  ديوه پنځه ټولګيز ښوونځي ،. دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو ، استنادي ديوالونو  او دپلګوټو  جوړول ، دلاسي بمبو  په درولو سره  دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاه ګانو کيندل ،دڅښاک دروغتيايي اوبو دشبکې غځول ،  او دسړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي چې ددغو پروژو له ښيګڼو څخه  په اتلسو کليو کې  ٤٣٢٥  کورنۍ  ګټه اخلي .
ديادونې وړ  ده چې په  جوزجان ولايت کې   ٥١٢ کلي   دملي پيوستون دپروګرام ترپوښښ لاندې نيول شوي دي   او تراوسه پورې   په دغه ولايت کې  په بيلابيلو برخو کې  د ١٥٠٢ پرمختيايي پروژو کار بشپړ شوى   او دخلکو داستفادې وړګرځيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته