
کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د تخار امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز تالقانو ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې ۸ تنه د جوارګرۍ او نشه یي توکو د کارولو په تور نیول شوي دي.
د تخار د امنيې قومندانۍ وياند مبين صافي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د تالقانو ښار د پنځمې امنيتي حوزې مؤظفينو له يوه کور څخه د جوارګرۍ او نشه يي توکو د کارولو په تور ۸ تنه نيولي دي.
د صافي په وينا، له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه چرس او ترياک هم ترلاسه شوي دي.
لمر