امنیت

په هرات کې د ښه امنيت د تامينولو لپاره د امنيتي مامورينو هلې ځلې

د هرات باخترلړم دمياشتې لومړۍ نيټه  :
د هرات پوليس به له خپل ټول توان څخه په استفادې سره د هرات ښاريانو د ښه امنيت د تامينولو او د جرمونو د مهارولو په خاطر کار واخلي.
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب انصاري د هرات د امنيتي حوزو د مديرانو او ولسوالانو په غونډه کې دغه ټکى څرګند کړ.
ده وويل: د ښه امنيت او آرامۍ فضا برابرول د پوليسو د دندو له لومړيتوبونو څخه دي.
د هرات امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب انصاري د امنيت په تامينولوکې د خلکو رول ارزښتناک وباله او لارښوونه يې وکړه چې د خلکو او پوليسو ترمنځ يو اغيزمن پروګرام ترلاس لاندې ونيول شي.
د دغې غونډې په پاى کې برخه والو خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل چې د امنيه قوماندان له خوا په بېلابېلو برخوکې لازمې لارښوونې وشوې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته