نړۍ

پخوانيو پاکستاني افسرانو د کراچۍ په بريدکې له القاعده سره مرسته کړې ده

اسلام آباد- دنړيوالې خبري منابع – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د القاعده شبکې په کراچۍ ښارکې د پاکستان د سمندري ځواکونو په يو مرکز د بريد مسووليت په غاړه اخستى دى.
د آسيا د جنوب څانګه چې په القاعدې شبکې پورې مربوطه ده؛ وايي چې د پاکستان د اردو يو شمېر پخوانيو افسرانو په دې بريد له تندلارو سره مرسته کړې ده.
يو پاکستانى عسکر او درې تنه بريدکوونکي په دې پيښه کې چې د روانې اوونۍ په پيل کې ترسره شوه؛ وژل شوي دي .
د القاعده شبکې د پاکستان د سمندري ځواکونو په مرکز د بريد مسووليت په هغه ورځ په غاړه واخست چې همدغې ډلې د نن څخه ټيک ديارلس کاله مخکې د څلورو الوتکو په واسطه په امريکا کې تروريستي بريدونه ترسره کړي و.
تيره اوونۍ د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري د دغې ډلې د آسيا د جنوب څانګې د جوړولو خبر ورکړى و .
د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو په کاليزه کې د دغه شان خبر خپرول انديښنې رامنځته کړې دي.
د فرانسې خبري آژانس ليکي: دغه انديښنې د پاکستان د اردو ترمنځ د تندلارو او ياغيانو نفوذ ښيي.
پخوا طالبانو د کراچۍ ښارته څېرمه د پاکستان د سمندري ځواکونو په اډې د بريد مسووليت په غاړه اخستى و او ويلي و چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا له دوى سره همکاري شوې ده.
د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د دغه هيواد په پارلمان کې د چهارشنبې په ورځ په خپله ويناکې هم د پاکستان په امنيتي قطعاتوکې دياغيانو د نفوذ له امله انديښنه څرګنده کړې ده.
د ده دڅرګندونو له مخې: دغه شان مرستې بايد له پامه ونه غورځولې شي، ځکه له کورنى همکارۍ پرته اشرار نه شي کولاى امنيت ګډوډکړي.
القاعده په اردو ژبه يوې اعلاميې کې چې پرون خپره شوه؛ ويلي دي چې کراچۍ ته څېرمه عمليات ددغه شبکې يو بريد و.
د القاعده د ادعا له مخې: بريد د امريکا د يوې اکمالاتي بيړۍ پرخلاف ترسره شو او يو وژل شوى د پاکستان د سمندري ځواکونو يو پخوانى افسر و.
تراوسه معلومه شوې نه ده چې د بريد په وخت کې کومه امريکايي بيړۍ په بندر کې وه؟
په دغه بريدکې د پاکستان د سمندري ځواکونو لس تنه پوځيان ووژل شول او دغه راز دوه جاسوسي الوتکې چې په امريکاکې جوړې شوې وې؛ په بشپړه توګه ويجاړې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته