امنیت

دناتو له خوا دهېواد په لويديځ کې دملي پوليسو دسمبالولو دبهير څيړنه .

کابل باختر د لړم ديارلسمه :
په افغانستان کې دسيستي کا لوى قوماندان جنرال فانتس  دملي پوليسو د اکمالاتو اوسمبالولو بهير دڅيړنې په مقصدد هرات ولايت ته ورسيد .
ددغه جګپوړي جنرال دسفر هدف چې دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو دلوژستيکي او دنورو  تجهيزاتي اړتيا داکمالولو مسووليت په غاړه لري دلويديځې حوزې دپوليسو په ستونزو او نيمګړتياو خبرتيا بلل شوې ده .
دانصارزون قوماندان د نړيوالې ټولنې دهمکاريو له امله دقدرداني په ترڅ کې دپوليسو  ستونزې  بيان کړي اوپه لويديځه  حوزه کې  يې له امنيتي ځواکونو سره دزيات ملاتړ غوښتنه وکړه .
ددغې غونډې په پاى کې  په افغانستان کې دسيستيکا دقوماندانۍ نښان او  تنديس دقوتونو دښې ادارې اوسوق په نسبت دانصار دساحوي زون دملي پوليسو قوماندان مل پاسوال محمد جمعه عديل ته ورکړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته