امنیت

په لوګر کې ديوه ځانمرګي بريد له امله پنځلسو تنو مرګ ژوبله واوښته .

-کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
په لوګر ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله يوملکي وګړى شهيد اوڅوارلس تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې  وروسته په دوو بجو اوپنځه ديرشو دقيقو دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ دقندهاريو دپله په سيمه کې رامنځته شوه .
يوه ځانمرګي  يرغلګر په بمونوبار خپل موټر  دګن شمير ملکي وګړو او دسيمه ئيزو پوليسو ترمنځ وچاوه .
دلوګر ولايت دمحمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان مطيع الله عبدالرحيم زي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې يوملکي وګړى شهيد او دنهو تنو نورو ملکي وګړوپه ګډون پنځلس  تنه نور ټپيان شول .
ده  وويل ښايي دځانمرګي يرغلګر هدف بل  ځاى و  خوکله چې  په دې پوه شو چې دامنيتي ځواکونو له خوا پيژندل شوى دى ځان يې دګڼ شمير ملکي  وګړو  او دسيمه ئيزو پوليسو  دځواکونو ترمنځ وچاوه .
دپوليسو دغه مقام ددغه ځانمرګي خونړي بريد مسووليت پړه دوسله والو  طالبانو په غاړه واچوله او ويې ويل چې ددغې پيښې دسازمان ورکوونکو دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
په همدې حال کې په  لوګر کې ديوه روغتيايي مرکز  ډاکترانو ددغې تروريستي  پيښې  دڅه ناڅه  څلورو تنو  ټپيان روغتيايي  حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته