
کابل، د زمري ۳۰مه، باختر
بهرنیو چارو وزارت د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغاستان اسلامي امارت د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش لړۍ د پیل خبر ورکوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۶۸۳ ګڼې ۲۸/۱۰/۱۴۴۴ نېټې د فرمان پر اساس ، چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې یې مکلفي کړي، چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام د هدایت سره سم په ایران کې د پاسپورټ سند لپاره د افغان کډوالو د اړتیاوو د حل په موخه ، په تهران کې د اسلامي امارت د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش پروسه پیل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د قونسلي چارو ریاست په بهرنیو استازولیو کې د افغان کډوالو لپاره پاسپورټونو د وېش پروژه د یوې جامع طرحې پر بنسټ چې، پاسپورټ غوښتونکي یې په مختلفو کټګوریو باندې وېشلي دي، پيل کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په لومړۍ مرحله کې د پاسپورټونو د وېش پروسه د نوي زېږيدلي ماشومانو لپاره پیل شوې ده چې د ځانګړو شرایطو په رڼا کې لکه: ماشوم برېښنايي پېژندپاڼه ولري، د برېښنايي پېژندپاڼې نشتون کې د اړوند شفاخانې څخه زیږون کارټ لرل، د ماشوم د پلار برېښنايي پېژندپاڼه یا د پاسپورټ درلودل، یا هم د کوربه هېواد اقامتي سند ولري، وېشل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې افغان کډوالو ته ډاډ ورکوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش پروسه په عادي ډول پیل کړي