اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې شپږ ډالره زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر  دکب  دمياشتې  ٣ :
په  نړيوالو بازارونو کې ديو انس  سرو  زرو په بيه کې دتيرې اوونۍ دچهارشنبې
د ورځې په پرتله  شپږ   ډالره  زياتوالى ليدل کيږي .
دچهارشنپې په  ورځ  په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زرو  په ١٣١٨ ډالره  وړاندې کيده   خو نن په ١٣٢٤ ډالره  وړاندې کيږي .
  د  پښتنې بانک  د سرو زرو د مارکيت يو  پلورونکي  قاهر خان  د دغه   خبر په تائيدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس يوګرام يو ويشت عياره مصري  سره  زره  په ٢٦٠٠ افغانيو ،  يوويشت عياره کويټې سره  په  ٢٥٥٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په  ٢٥٠٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په    ٢٢٠٠    افغانيو ،  نولس عياره عربي سره زر په  ٢١٥٠ افغانيو ، اوولس عياره   ايراني سره زر  په ١٨٠٠ او  څوارلس عياره  يوګرام روسي سره زر په  ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته