امنیت

د حصارک په جګړوکې د طالبانو د سر زيان

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت کې تېره شپه د نويو نښتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړې په حصارک ولسوالۍ کې د کوماندو او د هوايي پوځ د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ونښتې .
پوځيان وايي چې دوى په دې بريالي شوي دي چې د دغې ولسوالۍ په ځينو سيموکې د طالبانو پراخ بريدونه په شا وتمبوي او په لسګونوکلي د دوى له شتون څخه پاک کړي .
د جمعې په شپه په سلګونو تنو وسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه په حصارک ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په نويو نښتوکې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نوريې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د کوماندو د ځواکونو په رسيدو او د هوايي پوځ په همکارۍ پوځيانو وکولاى شول د طالبانو پراخ بريدونه په شا وتمبوي او هغوى ته د سر د دروندو زيانونو په اړولو سربيره په لسګونوکلي دهغوى له شتون څخه پاک کړي.
خوږياڼى وايي چې پوځيانو د مخالفينو د زيکو – يو له يوې دستګاه سره د طالبانو څو سنګرونه دړې وړې کړي دي .
خبرځاى د طالبانو له خوا د حصارک ولسوالۍ د نيول کيدو د احتمال په باب خبرونه رد کړل او ويې ويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به حصارک د تروريستي ډلو له شتون څخه پاک شي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د حصارک ولسوالۍ په ځينو سيمو د طالبانو د بريدونو په بهيرکې دغې ډلې د استوګنې په کورونو راکټي بريدونه وکړل، هغه پيښه چې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د ٨ تنو ملکي وګړو د ټپي کيدو سبب شوه.
د ننګرهار د والي وياند وايي چې دغه ټپيان د ملي اردو د هليکوپټرونو په واسطه روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
په همدې حال کې لا تراوسه پورې هم دحصارک ولسوالۍ په ځينو سيموکې نښتې دوام لري.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړې ده .
د وسله والو د ډلې افرادو د حصارک ولسوالۍ ته په غځيدلي سړک ماينونه ښخ کړي و؛ خو دغه ماينونه د خلکو په همکارۍ د پوځيانو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته