سیاست

د جمهورريیس غني په مشرۍ د قانون حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د قانون حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه، پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې د سترې محکمې او د هغې تر اغېز لاندې محاکمو د ۱۳۹۸کال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعې د قضایي اجرااتو پر راپور، د ارزونې لاندې ادارو له لورې د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو او موندنو د نه تطبیق او د افسوتر شرکت د شتمنۍ او ملکیتونو په اړه د موظف پلاوي پر راپورونو بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د سترې محکمې د نشراتو ريیس د سترې محکمې او د هغو تر اغېز لاندې محاکمو د اجرااتو په اړه چې د سترې محکمې عالي شورا اجراات، د درې ګونو محکمو اجراات، د تقنیني اسنادو د پړاوونو بشپړول، راپور اخيستل، د همغږۍ عالي کمېټې ایجاد، د قاضیانو مقرري او تبدیلي، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو استخدام، د ظرفیت لوړول، د قضایي ستاژ کورس، له فساد سره مبارزه، د قضایاوو د مدیریت سیستم، د اجرااتو الکترونیکي کول، د قضایي علني جلسو جوړول، نشرات او عامه پوهاوی، عادي او انکشافي بودجه، د قضائیه قوې تشکیل، ودانۍ او زېربنایي مسایل په کې شامل دي، معلومات ورکړل.
نوموړي همدا راز د امنیت، مالي، په ولایتونو په ځانګړي ډول ولسوالیوکې د محاکمو، په هېواد کې د مدني او قضایي قوانینو په شرحه کې د ننګونو، په لرې پرتو ولایتونو کې د دندې لپاره د ښځینه قاضیانو د نه چمتووالي، د کشف او تحقیق په پړاوونو کې د ستونزو د شته والي او قضایاوو ته د رسېدو په چاروکې د ادارو د نه همکارۍ په برخو کې د دغو بنسټونو ستونزې بیان کړې.
د یاد راپور له وړاندې کولو وروسته د جمهورريیس دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل: ښځینه قاضیانو ته باید زیاته پاملرنه وشي، که چېرې دوی په ولایتونوکې دنده ترسره کړي، د عدالت د تامین کچه لوړېږي او تاوتریخوالی کمېږي.
نوموړي همداراز وویل: تر هغو چې د ځینو مصوبو د تطبیق پر وړاندې ستونزې قطعي او نهایي حل نه شي، د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي او عدالت نه تامینېږي.
استاد دانش زیاته کړه: په هېواد کې د مدني قانون او جزا کوډ د شرحې په اړه لازم ظرفیتونه موجود دي او باید له دې ظرفیتونو څخه استفاده وشي.
جمهوررئیس غني د استاد دانش د خبرو په تائید وویل، د عدالت د تامین او قانون د حاکمیت په برخه کې دې لازم اقدامات وشي.
هغه د دې په بیانولو سره چې د عدلي او قضايي ارګانونو بودجه ډېره مهمه ده؛ وویل: باید د قانون مطابق یادې بودجې ته کتنه وشي، همدا راز دې د پولیسو، څارنوالۍ او قضائیه قوې ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شي چې ماته حلقه په نجیبه حلقه بدله شي.
وروسته د پلټنې عالي ادارې مرستیال د ارزونې لاندې ادارو له لورې د دغې ادارې د سپارښتنو او موندنو د نه تطبیق راپورغونډې ته وړاندې کړ.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل: ستاسې د پلټونکو ظرفیت باید لوړ شي، پلټنه باید د منل شویو اصولو او معیارونو پر بنسټ وشي او هره پلټل شوې اداره باید د استیناف غوښتنې حق ولري.
جمهورريیس څرګنده کړه: د پلټنې عالي ادارې او د وزارتونو د داخلي تفتیش ترمنځ باید د دندو تفکیک رامنځته شي، موږ یو شفاف او حساب ورکوونکی سیستم غواړو، تاسې د دغه سیستم برخه یاست او راتلونکي غونډې ته خپلې اصلاحي برنامې وړاندې کړئ.
د غونډې په پای کې د ښار جوړولو او ځکمو وزارت یوه مسوول، د افسوتر شرکت د شتمنۍ او ملکیتونو په اړه د موظف پلاوي راپور وړاندې کړ.
نوموړي د افسوتر مرکزي دفتر د ودانیو، د (۲) نمبر تخنیکي ساحې، د هوايي ډګر سړک په اوږدو کې د بي بي مهرو په قلعه خیاط سیمه کې د ۱۲۰۰ متره مربع ځمکې موازي لېږد چې ښاروالۍ پر افسوتر شرکت پلورلې، (۱) نمبر تخنیکي سیمه چې ودانۍ لري، محافظتي هنګرونو، ورکشاپونو، تحویلخانو او په قندهار، کندز، بلخ، بغلان او هرات کې د افسوتر شرکت د ملکیتونو په اړه د یاد پلاوي موندنې غونډې ته وړاندې کړې.
جمهورريیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته په دې اړه خپل لارښود نظریات بیان او ويې ویل: په راتلونکي غونډه کې به اړتیا وړ (مقتضي) اقدامات ترسره شي.#
پاى/ ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته