
کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د تورخم کمیسارۍ مسوولین په دغه ګمرک کې بهر ته د ۶۷ زرو امریکايي ډالرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي.
د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ګمرک منسوبینو ۳ تنه له ۶۰ زره امریکايي ډالر سره نیولي، چې په څپلیو کې يې ډېر په مهارت سره ځای په ځای کړي وو او پاکستان ته یې د قاچاق هڅه کوله.
ورته مهال د انټرپول پولیسو یو سرچینې هم باختر ته وویل، چې دوی د پاکستان لواړګي سیمې یوه اوسيدونکی سره ۷ زره ډالر د ګرمکو په پوډرو کې نیولي، چې غوښتل یې یاد شمېر ډالر پاکستان ته په غیر قانوني ډول انتقال کړي.