ټولنه

تبصره

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
په هيواد کې دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي پرخلاف دمبآرزې نړيوال ورځ په داسې وخت کې نمانځله کيږي چې په افغانستان دښځو او نجونو پرخلاف دتاوتريخوالي ګراف دلوړيدو په حال کې دى ، دولتي بنسټونو مدني فعالانو او دبشر دحقوقو کارکوونکو دهغه په کمښت کې دومره برياليتوب نه دى ترلاسه کړى.
دباختر آژانس مفسر ليکى:
دليندۍ د مياشتې پنځمه دښځو په وړاندې دتاوتريخوالى پرخلاف دمبارزې نړيواله ورځ ده .
دښځو پرخلاف تاوتريخوالى يوه کرغيړنه او ځورونکې پديده ده چې ښځې دنړۍ په زياترو سيمو آن پرمختللو او قانون محورو هيوادونو کې هم ورسره مخامخې دي.
په افغانستان کې ښځې دغمونو زياتې کيسې لري چې ښيي په دغه هيواد دنجونو او ښځو حالت سخت لړځنده دى .
او دهغوى د ژوندانه دحالت دښه والي لپاره کم کار شوى دى او کمه لاره چاره ورته لټولى شوې ده
دافغانستان په ټولنه کې چې خپل دودونه او ځانګړتياوې لري او نارينه سالاري پکې واکمنه ده دښځې او نجلۍ په بنست بيلابيلې نظريې شتون لري او ښځې او نجونې په تيره بيا کليوالي ښځې او نجونې له ډول ډول ظلمونو ،تاوتريخوالي او ټولنيزو توپيرونو سره مخامخې دي چې کولاى شو ووايو هغه ستونزې چې افغان ښځې ورسره مخامخې دي يوه ملي شخړه ده ښځې په يوه تورتم او نه سنجول شوى دودکې په بدو کې ورکول کيږي.
په کورنيو مسئلو کې دتصميم نيونې حق نه لري چې په جبري ډول واده ته اړ ايستلې کيږي او په زياترو حالاتو کې دميراث او دميړه دحقوقو له اخيستلو څخه بې برخې کيږي ، دنجونو زده کړه په تيره بيا په کليوالي سيمو کې زده کړه يو شرم بلل کيږي چې دا کار ددې سبب شوى دى چې په زرګونو نجونې ښوونځيو ته له يون څخه بې برخې شي.
له دې جملې څخه ډير ناوړه عملونه وژنې ، جنسي تيرى له قانونى عمر څخه ښکته ودونه او آن دنجونو پيرودنه او پلورنه هغه ناوړې پديدې دي چې افغان ښځې يې زغمي ،دنړيوالو سازمانونو او دحکومتي بنسټونو له خوا وړاندې شوى ارقام د دې څرګندوى دي چې په هيواد کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي ډول ډول پيښې د ودې په حال کې دي او سره له دې چې دښځو دچارو وزارت او دبشر دحقوقو دکميسيون په ګډون زيات بنسټونه دښځو دحقوقو د دفاع لپاره فعال دي ، د ښځو پرخلاف له تاوتريخوالي سره دمبآرزې بهير دومره بريالى نه دى .
ستونزه داده چې په افغانستان کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي له دوديزو بارونو سره پيوند خوړلى دى . دښځو پرخلاف تاوتريخوالي په کورنيو قضيو پورې اړوند بلل کيږي او زياتره به هغو دودونو کې چې په يوه سيمه يوه محدوده کړۍ پکې شامليږي.
څيړل کيږي او پريکړه هم دښځې په زيان کيږي چې په ځينو حالاتو کې دغه شان تصميمونه دکرکې وړ دي .
هغه څه چې موږ يې دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي پرخلاف دمبآرزې په نامه نمانځو په کال کې يوځل هغه هم پرسمبوليک او کليشه يي ډول دى چې نه شى کولاى زمونږ په هيواد کې دښځو او نجونو له دردونو څخه ديوه درد درملنه وکړي .دښځو دچارو وزارت دغه نوښت چې دليندۍ دمياشتې ٥ نيټه يې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالى دله منځه وړلو په لور ډله ييز حرکت اعلام کړى دى يو ښه او ارزښتناک پروګرام دى خو دې ته اړتيا ده چې دغه پروګرام په ټاکلى زمان وخت سره مقيد نه شي .بلکې هميشنۍ او دوامدار وي ځکه دښځو پرخلاف تاوتريخوالى هم لنډمهال نه دى بلکې اوږدبهير دى.
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالى له ډولونو سره مبارزه يو اسلامي او اخلاقي مسووليت ،يوه قانوني وجيبه او يو انساني فرهنګ دى او دې ته اړتيا ده چې دولتي ،حقوقي او مدني بنسټونه په سيستماتيک ډول په ګډ کار وکړي دلته داسلامي تعليمو زده کړه او رواجول يو ضرورت دى ځکه دښځو حقوق په اسلامي حکمونو کې په څرګند ډول بيان شوى دي . نو بايد دجوماتونو امامان او د ديني عالمان په دې برخه کې زيات فعال شي او منبرونه داسلام له نظره دښځو دحقوقو دبيانولو لپاره په وسيلې بدل کړي ځکه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) هيڅکله دښځو پرخلاف تاوتريخوالى نه دى کړى بلکې تل د ديني لارښوونو په چوکاټ کې دښځو مدافع و.
دغه راز حکومتي او امنيتي بنسټونه ، عدلي مراجع ،قضايي دستګاه ، دبشر دحقوقو دساتنې سازمانونه اودمدني ټولنې فعالان دې ټول او ټول ځان دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي پرخلاف دمبآرزې په هلوځلو کې پيدا کړي او ټول خلک دې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په ناوړو عواقبو خبر کړي او په دې ترتيب دې دهيواد دښځو په ژوندانه کې ديو بدلون درامنځته کيدو زمينه برابره کړي . سمبوليکي غونډې تشريفاتې پروګرامونه کوم کارنه شي کولاى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته