امنیت

دهېواد په لويديځ کې د ډار اچوونکو دځپلو لپاره دهمغږۍ په زياتوالي ټينګار

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه :
دلويديځ زون جګپوړو امنيتي مسوولانو دياغيانو په ځپلو او دامنيتي  او دفاعي ځواکونو ترمنځ دګډوهڅو  اود همغږۍ  په زياتوالي  باندې ټينګار وکړ .
په هرات کې دظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد ناصر هدايت اعلام وکړ چې ټولو امنيتي ځواکونو ژمنه کړې ده چې ددغې غونډې له پريکړې  څخه په استفادې سره دناامنۍ  دعواملو دله منځه وړلو په خاطر هڅه او هاند وکړي . 
په دې غونډه کې  امنيتي چارواکو دروان کال دخالد دمحاربوي  عملياتو په بهير کې وسله والو ياغيانو ته دسرددرندو زيانونو داوښتو خبرورکړ او ټينګار يې وکړ چې  دګڼ شمير ياغيانو مرګ ژوبله د ډار اچوونې  دعواملو نيونه او دياغيانو دوسلو اومهماتو کشف اوضبط ددغوبرياليتونو يوه برخه ده .
  دهرات دانصار زون قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل دپوليسو او دملي اردو دځواکونو ترمنځ دهمغږى په زياتوالي چې د ډار اچوونکو دځپلو او دقانون دواکمنۍ دتامينولو سبب کيږي ټينګار وکړ .
په همدې حال کې دهرات ولايت دملي امنيت  رييس او امنيه  قوماندان هم په لويديځ زون کې  ددښمن داوسني حالت په اړوند معلومات ورکړل او ددښمن دناڅاپي  بريدونو دشنډولو په خاطر يې ديولړ تدبيرونودنيولو خبرورکړ .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته