ټولنه

دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې خبرتيا .

کابل باختر د چنګاښ  اوومه :
دژوندانه دچاپيريال ساتنې  دملي ادارې خبرتيا .
  دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره  دهوا دککړتيا دمخنيوي ، دښاريانو  دروغتيااو سلامتيا دساتنې او دژوندانه  ديوسالم چاپيريال  دبرابرولو په مقصد  دبيلابيلو برخو له ټولو اصنافو او فعالانو څخه غواړي  چې خپل فعاليتونه دې په داسې ډول تنظيم کړي  چې دهوا دککړتيا  دزياتوالي  او د ژوندانه دچاپيريال  دويجاړتيا  سبب نه شي .
که چيرې داصنافو او اشخاصو فعاليت  دژوندانه دچاپيريال له قانون او دهوا دککړتيا دکمښت  له مقررې سره سم  ترسره نه شي په دې باب ددغې ادارې  دپلتوونکو له خوا نغدي جريمه کيږي  او د فعاليت ددوام په صورت کې عدلي او قضايي مراجعو ته  معرفي کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته