ښوونه او روزنه

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوکړې یا پوهنې څلې بیا رغاول کېږي

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲٢ مه
د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لارښوونه پرون د پوهنې څلي د بیارغاولو چارې پیل کړې.
دجمهوررئيس د وياند دفترباختر آژانس ته خبرورکړ:
جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې ته لارښوونه  وکړه، یاد څلی چې د طبیعي پېښو او جګړو له امله زیانمن شوی، بیا ورغاوي او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې له نمانځنې مخکې یې چمتو کړي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې څلی د هېواد د خپلواکۍ ګټوونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوکړې ورځې په یاد د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې امانیه جامع جومات ته مخامخ په ۱۳۰۲ کال کې خلکو د نوموړي د هڅو او خدمتونو د درناوي په پار جوړ کړی او هر کال به د افغانستان د خپلواکۍ جشن د نمانځنې په مراسمو کې ورته د ګلو ګېډۍ اېښودل کېده.#
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته