ټولنه

په کابل ښارکې دپاکولو پروګرام په لاره اچول شوى دى .

کابل باختر  دکب لومړي نيټه :
دافغانستان  دملي انسجام دګوند دټولنيزو خدمتونو کميټې نن ددغه ګوند دسلګونو تنو غړو په ګډون دکثافاتو له شتون څخه دکابل ښار  دپاکولو پروګرام ترسره کړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغه تنظيفي  پروګرام په بهير کې  دکابل ښار دشپږمې او ديارلسمې ناحيې بيلابيلې  سيمې له کثافاتو څخه پاکې شوې .
دافغانستان دملي انسجام دګوند دټولنيزو خدمتونو دکميټې رييس انجنير خليل الله دانش ددغه پروګرام دترسره کولو هدف دکثافاتو  دزياتيدو او دژوندانه دچاپيريال  دککړتيا مخنيوي او دزيات مسووليت منلو ته دښاروالۍ  او دژوندانه  دچاپيريال  ساتنې دادارې دمشرتابه  رابلل وباله او زياته يې کړه چې زموږ يوبل اساسي هدف دښار دپاکولو دفرهنګ بنسټيز  کيدل دي .
  دانش وويل  اوس په کابل کې دهوا ککړتيا ډيرې اساسي  مرحلې ته رسيدلې ده اونه شو کولاي دهغه ګواښ له امنيتي ګواښونو څخه لږ وبولو .
دغه راز دکابل ښار دشپږمې ناحيې رييس  انجنير محمد مهدي انوري د دغه تنظيفي  پروګرام کې په ګډون سره وويل چې دکابل ښار دشپږمې ناحيې رياست دښار په پاکولو کې دافغانستان دملي اسنجام  دګوند دټولنيزو خدمتونو دکمېټې دوندې اخيستنې هرکلي کوي .
   ده زياته کړه چې کابل ښاروالۍ او په تيره بيا دکابل ښار دشپږمې  ناحيې رياست له ټولو ښاريانو څخه غواړي چې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي .
له بله پلوه  دکابل ښار دديارلسمې ناحيې رييس انجنير غلام نبي رحيمي دکابل  ښار دديارلسمې ناحيې دامکاناتو دمحدودوالي  ته په اشارې  سره وويل چې دښار دپاک ساتلو اودښاري فرهنګ درواجولو په لاره کې دخلکو او په تيره بيا ددغه ګوند همکاري  يوښه اقدام او دستاينې وړ کار دى .
ده وويل له ټولو خلکو څخه غواړم چې  دښار په پاکولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته