امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه قوماندانان ووژل شول .

-کابل باختر د چنګاښ  شپاړلسمه :
دکونړ ولايت دغازي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو دډلې  په بريد کې ددغې ډلې درې تنه قوماندانان ووژل شول .
  باختراژانس  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ ،  په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دوسله والو طالبانو  دډلې افرادو له څو استقامتونو څخه  دکونړ ولايت دغازي اباد ولسوالۍ په امنيتي پوستو  بريدونه پيل کړل  چې  ددغې ولسوالۍ  په امنيتي پوستو کې دميشتو امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول  چې دهېواد  ددفاعي ځواکونو  دځپنده ګوزارونو له امله  په  کډوال مشهور  ارسل ،  ملا شفق او سردار په نومونو دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه قوماندانان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته