کابل باختردلړم دمياشتې ١٨ :
په کابل کې د فرانسې سفير ژان ميشل مارلونن له غرمې مخکې دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه محمدسرور دانش سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې په کابل کې د فرانسې سفير دجمهوري رياست د انتخاباتو ترسره کول او د ملي وحدت دحکومت جوړول يو برياليتوب وباله .
د ده د څرګندونوله مخې : په افغانستان کې دنوي حکومت له رامنځته کيدو وروسته په نړيواله کچه په افغانستان کې د راتلوونکي په نسبت له خوشبينۍ ډک نظر او ذهنيت رامنځته شوى دى او د فرانسې دولت هم په بېلابېلو برخوکې د افغانستان له دولت سره په خپلو همکاريو ژمن دى .
وروسته د جمهوري رياست مرستيال استاد دانش د فرانسې د دولت او خلکو د همکارۍ له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونو افغانستان او فرانسې ترمنځ د متقابلو همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
دجمهوري رياست رياست مرستيال دې ته په اشارې سره چې په سياسي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په لوړه کچه کې ده؛ وويل: د افغانستان نوى حکومت په دې لټه کې دى چې هغو اشتراکاتو ته په پاملرنې سره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ؛ د حکومتوالۍ او د خپل حقوقي نظام د پياوړتيا په برخه کې د فرانسې له تجربو څخه استفاده وکړي .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونوله مخې: دانتخاباتي نظام اصلاح او دقانون واکمني له هغو مواردو څخه دي چې دافغانستان دولت او خلک ددوستو هېوادونو او د خپلو نړيوالو همکارانو په تېره بيا دفرانسې تجربو ته اړتيا لـــري .
استاد دانش دغه رازوويل چې د افغانستان او فرانسې د دواړو حقوقي نظامونو ترمنځ زيات اشتراکات شته چې دغه اشتراکات او يو خيل والى کولاى شي د دواړو هېوادونو د دولتونو ترمنځ د زياتو همکاريو زمينه برابره کړي.
2 1 دقیقه لوستل