سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتو دکمېسيون په پريکړې اعتراض وکړ .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دثبات او همپالنې دانتخاباتې ډلې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي نه غواړي چې دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون پريکړه دقانون پرخلاف وي او هغه به دخلکو دراى دفاع وکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې، ډاکتر عبدالله چې نن يې په کابل کې دخپلو پلويانو په وړاندې  خبرې کولې يادونه وکړه: دانتخاباتو خپلواک کمېسيون پريکړه کړې ده چې انتخابات  دبايومتريک راى پربنسټ دمنلو وړ دي خو دغه بنسټ ددرې سوه زرو رايو دبرخليک لپاره موجه دليل نه لري .
داکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې بايد درايودبيا شمېرنې  بهير بند کړي او خلکو ته قناعت ورکړي .
هغه وويل: زموږ کتوونکي په بيا شمېرنه  کې شتون  نه لري په هغه صورت کې چې موږ حاضر ونه اوسو ،پايلې مشروعيت  نه لري .
هغه ټينګار وکړ که چېرې  کمېسيون بيا شمېرنه دکتوونکو په غياب کې ترسره کړي موږ به تصميم ونيسو .
دثبات اوهمپالنې دانتخاباتي ډلې رييس يوځل بيا ټينګار وکړ چې دافغانستان دخلکو درايو اوبرخليک دحق دفاع  کوو .
داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون په  ٢٤ ولايتونوکې درايو دبيا شمېرنې بهير پيل کړ خو دډاکترعبدالله عبدالله ،ګلبدين حکمتيار اودرحمت الله نبيل انتخاباتي ډلو دغه بهير دتقلبي او بايومتريک پرته رايو د تفکيک اوبشپړې تصفيې په دليل تحريم کړ او په اوسنيو شرايطو کې يې دبيا شمېرنې دبهير پيل غير قانوني وباله او خپلو کتوونکو ته يې لارښوونه وکړه چې درايو دبيا شمېرنې  له ځايونو څخه ووځي .
  په همدې حال کې ددولت جوړونې انتتخاباتي ډلې چې دمحمد اشرف غني له لوري رهبري کېږي ديوې اعلاميې په خپرولو سره دجمهوري رياست له نوماندانو څخه غوښتي دي چې دکمېسيون په کار کې  دې لاسوهنه ونه کړي او دانتخاباتو کمېسيون  دې هم دانتخاباتو لومړنۍ پايلې دروان کال دلړم دمياشتې په درې ويشتمه نيټه اعلام کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته